Developmentافغانستانپښتو

د فرهنګ او هنر معین د لرغون‌پوهنې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه… — Bakhtar

روان خبرDevelopment1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-04 22:52:24🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، نن د لرغون‌ پوهنې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او مسئولینو او کارکوونکو ته يې د چارو ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي. باختر اژانس ته په رارسېدلې خپرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د فرهنګ او هنر معين، د لرغون‌پوهنې ریاست د مسئولینو او کارکوونکو هڅې ستايلې او د دندو په اغېزمن ترسره کولو کې پر مسئولیت‌پالنې، مسلکي ژمنتیا، همغږۍ او متقابلې همکارۍ ټینګار کړی دی. هغه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو، احکامو او لارښوونو د ښه تطبیق او د کاري بهیر د ښه والي، په اړه خبرې کړې او زیاته کړې يې ده چې لرغون‌پېژندنه د یوه هېواد د تاریخي هویت، تمدني مخینې او فرهنګي شتمنیو د پېژندنې او ساتنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د لرغونو سیمو، تاریخي آثارو او پاتې شونو څېړنه د ملتونو د تېر تاریخ، د پخوانیو تمدنونو، ټولنیز ژوند، علمي پرمختګونو او فرهنګي ارزښتونو په اړه کره معلومات وړاندې کوي. شیخ طيبي ويلي دي: په ټولنه کې لرغوپوهان ځانګړی مقام لري او ټولنه او وګړي مو له علم، پوهې او خدماتو مستفید کېدلای شي، ستاسو علم او فن ډېر مهم او اړین دي. د عالیقدر امیرالمؤمنین له خوا لومړی فرمان د لرغونو اثارو او سیمو د پېژندنې او ساتنې په موخه صادر کړ، دا ښيي چې په دې برخه کې عمده او اساسي پاملرنه کېږي او اسلامي امارت د لرغون پوهنې برخې ته ارزښت قایل دی. تاسو نوې لرغونې سیمې کشف کړي دي، دا په دې مانا ده چې زموږ او ستاسو چارې ارزښت لري. موږ او تاسو د دې فرمان په رڼا کې د لرغونو سیمو په په پېژندنه او د لرغونو آثارو د سیمې د پلټنې، کېندنې او ساتنې او ټولنې ته د ښې ورپېژندنې په برخه کې خپلې چارې ګړندۍ وساتو. هغه زياته کړې ده: افغانستان زموږ او تاسې ګډ کور دی، د وطن مقدسات موږ ته ګران دی او ټول به یې په ګډه خدمت کوو. موږ او تاسو به په وحدت او اطاعت سره خپلې چارې پرمخ وړو او ګډه همغږي په کوو او د اسلامي امارت د مشرتابه اصولو قوانیونو فرامینو، احکامو او لارښوونو رعایت به کوو او خپلې چارې به ورورولۍ سره مخته وړو. کومې ستونزې چې تاسو لرئ، له امکاناتو سره سم به په دې برخه کې پروژې چمتو کوو او سرته به یې رسوو او خپلې اړتیاوې باید پر لومړیتوبونو وویشو او لومړیتوبونه وټاکو، ګام پر ګام مخته لاړ شو او د خپل کار ارزښت هم نوروته وروپېژنو او په دې برخه کې عامه پوهاوی وکړو. د فرهنګ او هنر معین د لرغون‌پوهنې د علمي څېړنو او اکتشافي فعالیتونو پر ارزښت ټینګار کړی او د لرغونو سیمو د پېژندنې، ثبت او مستندسازۍ، د تاریخي آثارو د ساتنې او د ملي موزیم او سیمه‌ییزو موزیمونو ته د کشف شویو آثارو د لېږد بهیر د څارنې په برخه کې یې د لا زیاتو هڅو پر اړتیا خبرې کړې دي.

لنډ معلومات

موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-04 22:52:24

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین د لرغون‌پوهنې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-04 15:17:35

د فرهنګ او هنر معین د لرغون‌پوهنې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button