EnglishPoliticsافغانستانلوګر

د لوګر مرکزي بندخونې لپاره احاطوي دېوال جوړېږي — Bakhtar

DevelopingPoliticsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-10-04 05:42:03🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت د مرکزي بندخونې د احاطوي دېوال د جوړولو چارې د کورنیو چارو وزارت له پراختیایي بودېجې څخه د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت د مرکزي بندخونې مدیر مولوي حمیدالله حیدري باختر اژانس ته ویلي، د دغه ولایت مرکزي بندخونه، چې د مرکز پل علم اړوند عمر اباد سیمه کې پر لس جریبه ځمکه جوړېږي د احاطوي دېوال د جوړولو چارې یې د ۱۱ میلیونه ۹۰۰ زره ۲۵۰ افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د لوګر مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د ورته بنسټیزو پروژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه وبلل او له اړوندو مسوولینو یې وغوښتل، چې د یادې پروژې د چارو کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-04 05:42:03

Timeline

  1. Bakhtar

    د لوګر مرکزي بندخونې لپاره احاطوي دېوال جوړېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-04 05:30:57

د لوګر مرکزي بندخونې لپاره احاطوي دېوال جوړېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button