Summary: د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د دشت ټوپ په سیمه کې د «شهیدانو جامع جومات» د یوه سوداګر په مالي ملاتړ د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او پرانیستل شو. د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور وویل: "د عبادت ځایونو جوړول او ابادول د اسلامي ټولنې د پرمختګ، یووالي او د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا څرګندونه کوي".ورته مهال د میدان وردګو د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي فضلي له سوداګرو غوښتي چې خپله پانګه په هېواد کې ولګوي او په ځانګړي ډول د دیني مدرسو، جوماتونو او نورو عامه ګټورو پروژو په جوړولو او پیاوړتیا کې ونډه واخلي. د شهیدانو جامع جومات جوړونکي سوداګر خان محمد وردګ وویل چې یاد جامع جومات د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې دا جومات په یو وخت کې د ۲ زره لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا لري او د جنازې د لمانځه لپاره هم د ۳ زره کسانو د ځای اسانتیا پکې برابره شوې ده. هغه وویل: دا جامع جومات د اوداسه ځایونه او نور اړین ملحقات لري.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
میدان وردګو کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت یو جومات جوړ او پرانیستل شو
Sources
Afghan sources
میدان وردګو کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت یو جومات جوړ او پرانیستل شو