Summary: د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې ۱۲۰۰ متره کانګریټي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. د اسعداباد ښاروال مولوي رحمت الله شهامت باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې دغه پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي او د روان مالي کال په ترڅ کې به د ښاري پراختیا په موخه ۱۴ نورې رغنیزې پروژې هم پلې کړي.ورته مهال د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رغنیزې او بنسټیزې پروژې پلې کړي.دغه راز د پروژې مسوول وویل، یاد سړک ۱۱۹۵ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او د دواړو غاړو استنادي دېوالونو او څلورو پلچکونو جوړول شامل دي.د نوموړي په وینا، د سړک د جوړېدو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د مسوولینو په خبره، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سلګونو کورنیو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او د سیمې ترانسپورټي ستونزو یوه برخه هواره شي.د یادونې وړ ده، چې د اسعداباد ښاروالۍ له لوري تر دې وړاندې هم په اسعداباد ښار کې یو شمېر رغنیزې پروژې پلې شوې دي، خو د ښار اوسېدونکي د ښاري پراختیا او نورو بنسټیزو پروژو د عملي کېدو غوښتنه هم کوي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کونړ کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې
منابع
Afghan sources
کونړ کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې