EnglishKabulSportsافغانستان

کابل کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو پیل شو — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-27 11:10:11🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د کابل د پغمان ولسوالۍ په قرغه کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو د ۳۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شو. یاد ریاست نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه سیالۍ د ګلف ملي فدراسیون له لوري ترسره کېږي او دوه ورځې به دوام وکړي. د خبرپاڼې له مخې، په دغو سیالیو کې د ګلف ملي لوبډلې او د کابل ښار د بېلابېلو کلبونو ۳۰ ورزشکاران برخه لري او په پای کې به لس غوره لوبغاړي ملي ټاکنیزو سیالیو ته لار ومومي. سرچینه زیاتوي، ورته ټاکنیزې سیالۍ به په بامیان او هرات ولایتونو کې هم ترسره شي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، له دغو پړاوونو وروسته به د کابل، بامیان او هرات د غوره لوبغاړو ترمنځ ملي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شي او په پای کې به تر ټولو غوره ورزشکاران د افغانستان د ګلف ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-27 11:10:11

Timeline

  1. Pajhwok

    کابل کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو پیل شو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-27 15:38:27

کابل کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو پیل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button