د قطر لومړی وزیر د پنجشنبې په ورځ تهران ته تللی او هڅه کوي د شپږ مياشتنۍ جګړې وروسته درېدلی ډيپلوماټيک بهیر بیا فعاله کړي. دا سفر په داسې وخت کې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن اوس مهال له ایران سره خبرې نه کوي. مصدقوف ویلي چې روسیه د دغو وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لري. هغه د روسیې خبري اژانس «تاس» ته ویلي: «که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شي، دا به یوازې د تاجکستان ستونزه نه وي، بلکې د سازمان د ټولو غړو هېوادونو او د خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې د نورو غړو هېوادونو ستونزه به هم وي». د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي ویلي چې د دې سازمان غړو هېوادونو د تاجکستان د اړتیا وړ وژونکو او غیر وژونکو وسلو او تجهیزاتو پر نوملړ هوکړه کړې ده. د هغه په وینا، دغه تجهیزات به د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د «هدفمن بینالدولتي پروګرام» په چوکاټ کې ولېږدول شي. مصدقوف ویلي چې روسیه د تاجکستان لپاره د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو اصلي مسوولیت پر غاړه لري او د خپلو ستونزمنو شرایطو سربېره یې له تاجکستان او د سازمان له نورو غړو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او تاجکستان د پولې پیاوړتیا باید ژر تر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د قطر د منځګړیتوب هڅه؛ ټرمپ وايي امریکا له ایران سره خبرې نه کوي
منابع
Afghan sources
د قطر د منځګړیتوب هڅه؛ ټرمپ وايي امریکا له ایران سره خبرې نه کوي