EnglishKabulافغانستانامنیت

د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره… — Bakhtar

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-12 22:57:18🎙 Listen to radio

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د کلتوري میراثونو د غښتلتیا او د کابل ښار د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. کابل ښاروالۍ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین محمد نبي عثماني او د دواړو ادارو یو شمېر رئیسانو او مسوولینو ګډون کړی وو.په غونډه کې د کابل ښار د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې او مدیریت اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث شوی دی.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د بابر بڼ، چهلستون بڼ او د تیمورشاه مقبرې او پارک د لا ښه مدیریت موضوعات د دې غونډې اصلي موضوعات وو.کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار د تاریخي هویت د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د کابل ښاروالۍ پلانونه د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره جوړ او پلي کېږي.نوموړي زیاته کړې، چې ښاري پراختیا باید داسې ترسره شي څو له یوې خوا د ښار د اوسېدونکو اوسنۍ اړتیاوې پوره او معیاري زیربناوې رامنځته او له بلې خوا د کابل تاریخي هویت او کلتوري میراثونه هم خوندي وساتل شي.ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او زیربنایي پروژو د پلي کېدو ستاینه کړې او ویلي يې دي، چې کابل د اوږد او ستر تاریخي شالید لرونکی ښار دی او تاریخي او کلتوري میراثونه یې باید خونديې وساتل شي، بیارغونه یې وشي او راتلونکو نسلونو ته خوندي ولېږدول شيد دواړو ادارو ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ټینګار شوی، څو د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت، د کلتوري میراثونو د ساتنې او د کابل ښار د متوازنې او دوامداره پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-12 22:57:18

Timeline

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-12 14:54:50

د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button