په کندهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلوېزیون د یکشنبې په ورځ هبتالله اخوند زاده ته منسوب یو غږیز فایل خپور کړی دی. څرګنده نه ده چې دا خبرې کله او چېرته ثبت شوې دي؟ د طالبانو مشر په دغه غږیز فایل کې وايي، طالبان له اسلامي اصولو نه تېریږي او هیڅ ډول معامله نه پرې کوي. هغه ټینګار کوي، چې ځینې وايي دا ډله خلکو ته بد نیت لري، خو د هغه په وینا، خلک د طالبانو ته ارزښتمن او د هغوی «د زړه ټوټې» دي. ملا هبتالله د دې غږیز پیغام په یوه برخه کې وايي: «په الله قسم، د خلکو اولادونه د خپلو اولادونو غوندې ګڼم.» د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو له امله، د بادغیس یو شمېر لوستې نجونې او ښځې اړې شوې چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره په کورونو کې واړه کاروبارونو شروع کړي. دوی خپل تولیدات د انلاین بازارموندنې او حضوري پلور له لارې پېرودونکو ته رسوي او هڅه کوي د اقتصادي ستونزو پر وړاندې پر خپلو پښو ودرېږي. شازیه چې د طب پوهنځي د ولادي او نسایي څانګې د درېیم کال محصله و، وايي چې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې یې دوه مشرې خویندې، چې په اتم او نهم ټولګي کې وې، له…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د طالبانو مشر: په خدای قسم چې خلکو ته بد نیت نه لرو
Sources
Afghan sources
د طالبانو مشر: په خدای قسم چې خلکو ته بد نیت نه لرو