Kabulافغانستانامنیتپښتو

برم د څېړنو او نوښت مرکز په فعاليت پيل وکړ — Bakhtar

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-17 15:52:10🎙 راډیو واورئ

Summary: برم د څېړنو او نوښت مرکز، نن په رسمي ډول فعاليت پيل کړ. دغه مرکز يو خپلواک، غير انتفاعي، علمي او څېړنيز بنسټ دی چې په ۱۴۰۵ لمريز کال کې تأسيس شوی او د اسلامي شريعت، نافذه قوانينو او اړوندې اساسنامې د احکامو په رڼا کې او همدا رنګه د متخصصو او ژمنو څېړونکو پر مټ، د هېواد د اړتياوو، فرصتونو او ننګونو د پېژندنې او تحليل لپاره عملي، تطبيقي او ستراتيژيکې څېړنې ترسره کوي. د څېړنيزو موندنو پر بنسټ؛ د علمي حل‌لارو او پاليسي محورو سپارښتنو د وړاندې کولو له لارې، غوره پرېکړې او دوامدار پرمختګ، د ياد مرکز له اساسي موخو څخه دي. د باختر اطلاعاتي آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ياد مرکز په پرانیست‌غونډه کې چې امارتي چارواکو، د پوهنتون استادانو، څېړونکو او ليکوالو ګډون کړی و؛ د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د علم پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل: "د ملتونو د پرمختګ او هوساينې يوازېنۍ لاره او د کاميابۍ طريقه، هغه علم دی. علم د الله تعالی (ج) هغه نعمت دی چې د ژوند هرڅه ورسره تړلې ده او په علم سره د ټولنې ناخوالې له منځه ځي." هغه د څېړنې پر ارزښت هم خبرې وکړې او ويې ويل چې څېړنه علم ته قوت ورکوي او پرمختګونه د څېړنو په پايله کې ترسره کېږي. مولوي نداء محمد ندیم زياته کړه چې په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې، په افغانستان کې څېړونکو ته د څېړنو فرصت نه و برابر، خو د اسلامي امارت په بيا واکمنۍ سره، دې برخې ته ځانګړې پاملرنه شوې، سراسري امنيت تامين شوی، د علم قدر شته او د څېړنې په برخه کې څېړونکو ته لازم امکانات او اسانتياوې برابرې شوې دي؛ چې هغوی هم باید له فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره، خپل مسئوليت ادا کړي. د لوړو زده کړو وزير، د علم او تحقيق په لاره کې د ياد مرکز تأسیس، يو مهم ګام وباله او د ډاډ يې ورکړ چې وزارت د ټولو څېړنيزو مرکزونو او بنسټونو ملاتړ کوي او د شته امکاناتو په پام کې نيولو سره، هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. وروسته، د اقتصاد وزارت مسلکي معين ډاکټر عبداللطيف نظري، وويل: "په اوسنۍ نړۍ کې چې موږ ژوند کوو، څېړنه پکې مهم رول لري او هغه هېوادونه چې نن د پرمختللو هېوادونو په کتار کې دي؛ توانېدلي چې د څېړنې له مسير څخه د پام وړ پرمختګونو او نوښتونو ته لاسرسی ومومي." نظري، د حکومت له لوري په هېواد کې د څېړونيزو مرکزونو پر ملاتړ ټينګار وکړ او زياته يې کړه: "هر هغه هېواد چې له خپلو څېړنيزو بنسټونو څخه ډېره ګټه پورته کوي؛ کولای شي په پلان جوړولو کې بريالی وي او ډېر کم به له محاسباتي تېروتنې سره مخ شي، نو اړتيا ده چې د تحقيقاتي مرکزونو هر اړخيز ملاتړ وشي." دغه راز، 'برم د څېړنو او نوښت مرکز' اجرايوي رئيس محمد بشير ظفري، د دغه مرکز د تأسیس د اړتيا، جوړښت، د فعاليت څرنګوالي، موخو، اصولو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې یاد مرکز به د مهمو مسايلو د څېړنې په برخه کې، خپل مسئوليت په پوره صداقت او ژمنتيا ترسره کړي. د کابل پوهنتون استاد او د ياد مرکز غړي مير رفيع الله منيب، د اسلام مبین دین له نظره د څېړنې پر اهميت هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د اسلام له نظره علمي تحقيق، يوازې د اطلاعاتو او معلوماتو راټولول نه دي، بلکې د حقيقت منظمه، مستنده او اخلاق‌مداره پلټنه ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين مولوي عبيدالله امين‌زاده، هم د څېړنې پر اهميت خبرې وکړې او ويې ويل چې اسلام د برهان، دليل او حقانيت پر ستنو ولاړ دين دی، هغه دلايل چې انساني فطرت يې هم مني. د غونډې په پای کې، د پوهنتون د استادانو او څېړونکو له لوري، د علمي څېړنو د ارزښت په اړه چمتو شوي «پرېزنټېشنونه» وړاندې او اړوندې شوې مقالې ولوستل شوې.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-17 15:52:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    برم د څېړنو او نوښت مرکز په فعاليت پيل وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-17 12:25:48

برم د څېړنو او نوښت مرکز په فعاليت پيل وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button