د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره د لیدنې پرمهال غوښتنه کړې چې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د تعامل په برخه کې دې منځګړیتوب او همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړې چې «بېځایه تورونه لګول» د حل لاره نه ده. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د لړم اتمه په اېکس کې لیکلي چې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې رباب فاطمې سره د لیدنې پرمهال د بشري مرستو او له نړۍ سره د طالبانو د تعامل په اړه خبرې کړې دي. طالبانو د رباب فاطمې له قوله لیکلي چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره مرستو رسولو ته ژمن دي او له طالبانو سره نږدې همکاري کوي. د نوموړې په وینا، ملګري ملتونه هڅه کوي چې بشري مرستې پر خپل وخت بېرته راستنېدونکو ته ورسېږي. رباب فاطمې ویلي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو راجلبولو هڅې پیل شوې څو راستنېدونکو ته دایمي سرپناه، د کار فرصتونه او په ټولنه کې د ادغام زمینه برابره شي. مولوي عبدالکبیر له رباب فاطمې سره د لیدنې پرمهال د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو له ادارې او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د طالبانو د کډوالو وزیر او د یوناما مشره پر بشري مرستو او له نړۍ سره پر تعامل غږېدلي
منابع
Afghan sources
د طالبانو د کډوالو وزیر او د یوناما مشره پر بشري مرستو او له نړۍ سره پر تعامل غږېدلي