د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې خبر ورکړی، د ایران شاوخوا ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی چې سوداګر، پانګهوال او اقتصادي فعالان پهکې شامل دي په کابل کې د امام ابوحنیفه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی دی. ایرج کاکاوند دوشنبه (د تلې ۱۳مه) په هرات کې د ایران له قونسل عليرضا مرهمتي سره په لیدنه کې ویلي، ایران چمتو دی چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله تجربه او پوهه له افغانستان سره شریکه کړي. د هغه په وینا، افغانستان ته د ایراني پلاوي د تېر سفر پرمهال په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالب پولیسو د روزنې لپاره طرحې جوړې شوې وې؛ خو جګړهییزو شرایطو د دغه پروګرامونو د عملي کېدو مخه ونیوله. د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو قوماندان وویل، که شرایط برابر شي تهران چمتو دی چې د افغانستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د روزنې پروګرام عملي کړي. کاکاوند همداراز وویل، د نړۍوالو سازمانونو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شاوخوا یو کال وړاندې د افغانستان په زېرمتونونو کې د نشهيي توکو د پام وړ زېرمې موجودې وې. هغه ټینګار وکړ، د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس چمتو دي چې د نشهيي توکو د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د ایراني سوداګرو ۱۸۰ کسیز پلاوی امام ابوحنیفه نندارتون کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلي
Sources
Afghan sources
د ایراني سوداګرو ۱۸۰ کسیز پلاوی امام ابوحنیفه نندارتون کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلي