افغانستانامنیتپښتو

پکتیا کې له وسلوالو نښتو وروسته لسګونه کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړ… — Amu TV

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-18 19:05:14🎙 راډیو واورئ

له پکتیا ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې له ډنډ پټان ولسوالۍ څخه د دغه ولایت ځاځي آریوب ولسوالۍ ته هم غځېدلې دي او له امله یې لسګونه سیمه‌ییزې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته مجبوره شوې دي. د طالبانو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تېره ورځ لومړی په ډنډ پټان کې نښته وکړه، چې وروسته دغه جګړه ځاځي آریوب ولسوالۍ ته هم پراخه شوه. څلورو جلا سرچینو امو ته تایید کړې چې د پاکستاني پوځیانو د ټوپخانې او ډزو له امله په ځاځي آریوب کې د چپري بازار په ګډون څو کلي زیانمن شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، تر دا مهاله د جګړې او ړندو ډزو له وېرې لسګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي. د پکتیا یوه تن اوسېدونکي کلوخان امو ته وویل: «په سمکنیو، ځاځي آریوب، ډنډې پټان او ځینو نورو ولسوالیو کې د پاکستان له ځواکونو سره جګړه شوې ده.» په ورته وخت کې، د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي د نښتې پخلی کړی خو هغه یې جزيي بللې او د تفصیلي معلوماتو له ورکولو یې ډډه کړې ده. پوځي مبصر اسدالله ندیم امو ته وویل: «که د افغانستان لوري عکس‌العمل کلک وي، پاکستان به هم غټ او جدي عملیات پر لاره واچوي.» بل لور ته، د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 19:05:14

مهالوېش

  1. Amu TV

    پکتیا کې له وسلوالو نښتو وروسته لسګونه کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-18 12:37:11

پکتیا کې له وسلوالو نښتو وروسته لسګونه کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button