Englishافغانستانامنیت

بهرنیو چارو وزارت کې د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت… — Bakhtar

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-27 07:57:10🎙 Listen to radio

Summary: د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لورې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه الله د تألیف «د اهل السنة والجماعة عقیده»کتاب د علمي ارزښت، جامعیت او د اسلامي عقیدې په زده‌کړه او پیاوړتیا کې د هغه د اهمیت په اړه علمي غونډه ترسره شوه. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې رئیس مفتي محمد طاهر احمد ویناوې وکړې او د بهرنیو چارو وزارت رئیسانو، معاونينو، او له هېواد څخه بهر د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو، مرکز او ولایتي استازولیو کارکوونکو ګډون کړی و.د غونډې ویناوالو د یاد کتاب پر علمي او اعتقادي ارزښت، د مطالبو پر وضاحت، عام فهمۍ، روان حالت او ترې د اسلامي عقیدې د سمې زده‌کړې او پیاوړتیا پر اهمیت مفصلې خبرې وکړې. د سالمې عقیدې زده‌کړه او اصلاح د فردي او ټولنیز ژوند د سمون، د فکري ثبات او د دیني پوهاوي د لوړولو لپاره مهم او اړین وبلل.د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي عقیدې په زده کړه کې یاد کتاب اغېزمن وباله او د وزارت کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې یاد کتاب په دقت مطالعه او زده کړي، او اړینه ده، چې د اسلامي ټولنې فرد فرد د عقیدوي مسایلو په اړه پوهای ولري.غونډه د اسلامي عقیدې زده کړې، د دیني پوهاوي د پیاوړتیا او د علمي مطالعې د ترويج د اهمیت په ټینګار او دعا سره پای ته ورسېده.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-27 07:57:10

Timeline

  1. Bakhtar

    بهرنیو چارو وزارت کې د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت او د اهمیت په اړه علمي غونډه ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-27 06:06:58

بهرنیو چارو وزارت کې د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت او د اهمیت په اړه علمي غونډه ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button