Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې او د ۹۷ بېلابېل عنوانونو درلودونکي او ۲۰۹ ټوکه صادره او وارده کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې دي.په ناسته کې، د لیکوالانو د ستاینې او د کمېسیون اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه هم بحث شوی او لازم تصمیمونه نیول شوي دي.د ناستې په پای کې، کمېسیون ته راجع شوي ۱۷ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړیو ته وېشل شوي دي؛ څو راتلونکې ناستې ته یې راپور وړاندې کړي.
Quick facts
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-09 11:37:04
Timeline
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه