Summary: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي عنایتالله شجاع او مل پلاوي یې د نیمروز له والي مولوي عبدالمنان محمود سره په لیدنه کې د دغه ولایت د سرحدي سیمو پر وضعیت خبرې کړې دي. د نیمروز د والي ویاند مولوي متوکل توحیدي باختر اژانس ته ویلي، چې په دې لیدنه کې د سرحدونو او فرضي کرښو د وضعیت ارزونه، په سرحدي سیمو کې د شته ستونزو حل او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي بحث وشو. د نیمروز والي په خپلو خبرو کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې سرحدي مسایلو ته رسېدنه، د اړوندو سیمو د وضعیت ارزونه او د اصولو او مقرراتو له مخې د مسوولیتونو ترسره کول، د مسوولینو ګډې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. په ورته مهال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال او مل پلاوي یې د نیمروز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئیس مولوي عبدالباري «فیضالباري» او کارکوونکو سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې د یاد ریاست رئیس د ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او خپلې غوښتنې او ستونزې یې له پلاوي سره شریکې کړې دي. د وزارت مرستیال د یاد ریاست د ستونزو د حل او غوښتنو ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د نیمروز د سرحدي سیمو وضعیت و ارزاوه
منابع
Afghan sources
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د نیمروز د سرحدي سیمو وضعیت و ارزاوه