افغانستانامنیتبغلانپښتو

ازبکستان: ځواکونو مو له افغان خاورې د ډرون څرخکې په وسیله د تریاکو… — AF International

روان خبرSecurityبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-06 01:02:19🎙 راډیو واورئ

ازبکستاني رسینو د دغه هېواد د دولتي امنیت ادارې له قوله راپور ورکړی، چې امنیتي ځواکونو یې د افغانستان له خاورې څخه د ډرون څرخکې په وسیله ازبکستان ته د نشه‌يي توکو (تریاک) د قاچاق هڅه شنډه کړې ده. په همدې تړاو د طالبانو د امربالمعروف، نهی‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر محمد خالد حنفي یو نیم دقیقه‌يي غږیز کلپ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خپور کړی، خو یاد ټلویزیون په دې اړه چې دغه څرګندونې یې څه وخت او چېرې کړي، څه نه‌دي ویلي، مګر نوموړي نن (یکشنبه د چنګاښ ۱۴مه) په کندوز کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو له دیني علماوو، قومي مخورو، متنفذینو او مسوولینو سره د همغږۍ غونډه درلوده. خالد حنفي په دې غږیز کلپ کې ویلي، د مسلمانانو په اړوندو حکومتونو کې چې «امربالمعروف او نهې عن‌المنکر» نه‌وي هغه ته «اسلامي نظام» نه‌ویل کېږي او زیاته یې کړه: «اسلامي نظام هغه نظام ته وايي، چې په هغه کې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وي او اسلامي نظام عبارت ده له امربالمعروف او نهې عن‌المنکر څخه. د مسلمانانو په حکومت کې چې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر نه‌وي، هغه ته په شریعت کې اسلامي نظم نه‌ویل کېږي». هغه ادعا کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې افغانستان کې «عیسویت» ته د بلنې ګڼ مرکزونه وو، خو د دوی په راتګ سره ټول «ختم»…

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-06 01:02:19

مهالوېش

  1. AF International

    ازبکستان: ځواکونو مو له افغان خاورې د ډرون څرخکې په وسیله د تریاکو د قاچاق هڅه شنډه کړی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-05 22:29:48

ازبکستان: ځواکونو مو له افغان خاورې د ډرون څرخکې په وسیله د تریاکو د قاچاق هڅه شنډه کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button