Developmentافغانستانپښتوکندز
کندز کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر یوه سړک د جغل… — Bakhtar
Summary: د کندز ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز نواباد سیمه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر یوه سړک د چغل اچولو چارې پیل شوې دي. د کندز ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول تاج الدین سهاک باختر اژانس ته ویلي، چې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۵۴۰ متره سړک د چغل اچولو چارې پیل شوې دي.نوموړي زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د ویالو جوړول شامل دي او چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده، چې په یاده پروژه کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او پر مټ به یې د سیمې اوسېدونکو لپاره ګنې اسانتیاوې هم برابرې شي.
لنډ معلومات
ځایکندز
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 12:27:06
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر یوه سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-26 10:42:50
کندز کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر یوه سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې