EnglishPoliticsافغانستانهلمند

د اطلاعاتو او کلتور وزیر هلمند ته سفر وکړ — Bakhtar

DevelopingPoliticsهلمند1 SourcesUpdated: 2026-10-02 17:32:04🎙 Listen to radio

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېراحمد حقاني هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس حافظ عبدالباري راشد او یو شمېر نورو مسوولینو سره وکتل. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دغه ریاست د روانو پروژو، ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو، تاریخي سیمو، د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو او د نوې اداري ودانۍ د اړتیا په اړه معلومات وړاندې کړل. په دې لیدنه کې په هلمند کې د ځوانانو لپاره د زده‌کړو او کاري فرصتونو د برابرولو، د جهادي ارزښتونو د ثبت او ساتنې او د رسنیو فعالیتونو د وضعیت په اړه هم خبرې وشوې. د اطلاعاتو او کلتور وزیر په هلمند کې د رسنیو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه ولایت د جغرافیایي موقعیت له پلوه مهم او پراخ دی او خلکو یې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال درانه زیانونه او قربانۍ ګاللي دي. نوموړي د جګړو له امله د زیانمنو کورنیو، کونډو او یتیمانو ملاتړ د مسوولینو دنده وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې د هلمندي ولس د ستونزو د حل او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به لازمې هڅې وشي. هغه همداراز د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس له وزیر او ورسره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د دغه ریاست فعالیتونه یې وارزول، ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Quick facts

Locationهلمند
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-02 17:32:04

Timeline

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او کلتور وزیر هلمند ته سفر وکړ

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-02 16:03:00

د اطلاعاتو او کلتور وزیر هلمند ته سفر وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button