د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو په حل کې تر ټولو مهمه خبره د اختلافونو د هواري لپاره د سیاسي ارادې ساتل دي او ټینګار یې کړی چې سیمه د نوې جګړې د زغملو توان نه لري. مېرمن کوفي ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د تلپاتې او هراړخیزو روغتیايي خدماتو وړاندې کول د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له فعال شتون او ګډون پرته هېڅکله ممکن نه دی. فوزیه کوفي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او د نورو لومړنیو روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره د ښځو لاسرسی، پوهاوی او د تصمیم نیونې له مرحلې نیولې تر پلي کېدو پورې په ټولو پروسو کې د هغوی ونډه حیاتي ده. هغې زیاته کړې، دا تمه کېږي هغه ښځې چې تر هر نوم لاندې افغانستان ته سفر کوي، باید د طالبانو د واکمن روایت پر وړاندې په کلکه ودرېږي او هغه وننګوي. دې پخوانۍ افغان سیاستوالې خبرداری ورکړی چې په هېواد کې روان وضعیت باید عادي ونه ښودل شي او یوازې د بودیجې کمښت د اصلي ستونزې په توګه معرفي نه شي. د مېرمن کوفي په وینا، څومره چې ښځې له زده کړو او کاري ځواک څخه لرې ساتل کېږي، په هماغه اندازه به افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو او بحران سره مخامخ شي….
Quick facts
Timeline
-
AF International
د ترکیې ولسمشر: سیمه د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري
Sources
Afghan sources
د ترکیې ولسمشر: سیمه د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري