کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په جوزجان ولایت کې څه باندې ۳۶۷ زره او ۵۷۳ جریب څرځایونه تثبیت کړي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه عامه څرځایونه د جوزجان په مرکز، خواجه دوکوه، خانقاه، قوشتیپه، اقچه، فیضآباد او درزآب ولسوالیو کې دي. سرچینه زیاتوي، د یادو څرځایونو له ډلې ۹۳.۷۴ سلنه چې څه باندې ۳۴۴ زره جریب کېږي، د څرځایونو په حالت کې پاتې دی او ۲۳ زره جریب نورو طبیعي بڼه له لاسه ورکړې او د خلکو له لوري په للمي او اوبي کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو بدل شوي او یا نور تصرفات پکې شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳مې مادې پر بنسټ، پر عامه څرځایونو تېری او په کرنیزو ځمکو د هغو بدلول، په هغو کې د سرپناه (کور) جوړول او په مرعی ځمکو کې هر ډول نور تصرفات منع دي. عدلیې وزارت لیکلي، د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له خوا توظیف شوی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څرځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر په پای ته رسېدو سره،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
جوزجان کې څه باندې ۳۶۷ زره جریب څرځایونه تثبیت شوي