Economyافغانستانپښتوخوست

د پکتیا او خوست ترمنځ د غځېدلي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرEconomyخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-23 12:08:20🎙 راډیو واورئ

Summary: د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د پکتیا او خوست ولایتونو ترمنځ د ۱۷ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې د څه باندې ۱۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو رئیس قاري حسن جان جهادیار باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د ګردېز ښار له «خوست اډې» څخه تر «غلګۍ» سیمې پورې پلې کېږي، چې د ۱۷ کیلومتره سړک د زیانمنو برخو بیارغونه، د ۲۵ متره استنادي دېوال او د یوه پل جوړول پکې شامل دي.نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پروژې ټولیز لګښت ۱۲۳ میلیونه ۳۹۸ زره افغانۍ دی، چې د مالیې وزارت له لوري ورکول کېږي.ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو او موټر چلوونکو د یاد سړک د بیارغونې چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د سړک په رغېدو سره به د دوی د تګ راتګ بهیر اسانه او شته ستونزې به یې تر ډېره هوارې شي.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-23 12:08:20

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د پکتیا او خوست ترمنځ د غځېدلي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-23 11:30:22

د پکتیا او خوست ترمنځ د غځېدلي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button