پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي دي. د پاکستان پوځ د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ بمبار کړې دی. طالبان وایي، په دغو هوايي بریدونو کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۳۶ ملکیان وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي. بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دغه بریدونه تأییدوي او ادعا کوي چې د «ټيټيپي» او «جماعت الاحرار» پټنځایونه او روزنیز مرکزونه په نښه شوې دي. د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې د دغو دوو ډلو ۲۵ غړي وژل شوي، خو د ملکي تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
لنډ معلومات
ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-06-30 00:29:21
مهالوېش
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۸ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون