د پاکستان پولیسو د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د ځانګړي سکرتر مفتي ابرار احمد په ګډون د دغه ګوند پر څه باندې ۲۰۰ غړو او پلویانو د «ترهګرۍ» قضیه ثبت کړې ده. په ثبت شوې قضیه کې پر تورنو کسانو د «ترهګرۍ» ترڅنګ د پاکستان د جزا قانون د بېلابېلو مادو له مخې هم ځینې تورونه لګېدلي دي. په دغه قضیه کې د ترهګرۍ ضد قانون اوومه، ۲۱مه او ۱۱مه ماده هم شامله ده.په لومړني راپور کې ادعا شوې، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر دغه غړو د پولیسو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي تور لګېدلی دی.بلخوا د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند یادې قضیې غچ اخیستونکې کړنې بللې دي. د دغه ګوند ویاند ویلي، چې سیاسي اختلافاتو ته د قضیو او دولتي ځواک له لارې ځواب ورکول له ولسواکۍ سره سمون نهلري.هغه زیاته کړې، د چاپو او فشارونو له لارې د ګوند مشرتابه او غړي نهشي اړ کېدای چې له خپل اصولي دریځ څخه تېر شي. د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند ټینګار کړی، چې سیاسي اختلافات باید د خبرو اترو له لارو حل شي نه د قضیو او فشارونو له لارې. محکمې همداراز نوموړی د وژل شوي پولیس افسر د کورنۍ د دیت ورکولو مکلف بللی او د نیولو امر یې کړی دی.د قاضي محمد عامر نواز رانا او قاضي عبدالقیوم لهړي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د پاکستان حکومت د جمعیت علمای اسلام ګوند پر څه باندې ۲۰۰ غړو د «ترهګرۍ» قضیه ثبت کړې
منابع
Afghan sources
د پاکستان حکومت د جمعیت علمای اسلام ګوند پر څه باندې ۲۰۰ غړو د «ترهګرۍ» قضیه ثبت کړې