Politicsافغانستاندریغور

غور کې د مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال شو — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 16:02:11🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د غور ولایت د فیروزکوه ښار اړوند په غورقند کلي کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي محمدیوسف رهنما باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه سایټ په فعالېدو سره د مخابراتي خدمتونو ترڅنګ د ۲جي انټرنېټ خدمتونه هم وړاندې کېږي او ډېر ژر به د درېیم او څلورم نسل انټرنېټ خدمتونه هم فعال شي.د نوموړي په وینا، د دغه مخابراتي سایټ په فعالېدو سره د غورقند کلي او شاوخوا سیمو نږدې ۱۰ زره کورنیو ته د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.نوموړي زیاته کړې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست هڅه کوي، چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د غور اوسېدونکو ته لا ښه او باکیفیته مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه برابر کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 16:02:11

خط زمانی

  1. Bakhtar

    غور کې د مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-19 11:03:11

غور کې د مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button