Developmentافغانستانپرواندری
پروان کې د اوبولګولو کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې — Bakhtar
Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، پروان کې د اوبولګولو کانال او سربند د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ په دراز ګرد کلي کې د ۲۱.۴ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د یوه سربند او ۳۵۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال د جوړولو چارې پيل شوې.ويل شوي چې د یادې پروژې د تطبيق په بهیر کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به يې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیان خوندي شي.
اطلاعات کوتاه
مکانپروان
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-10-14 18:38:30
خط زمانی
-
Bakhtar
پروان کې د اوبولګولو کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې