Summary: د بامیان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې یاد ریاست د ۱۴۰۵ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې ۲۱ میلیونه ۲۳۱ زره ۱۹۰ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې یې جمع کړي دي. د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني باختراژانس ته ویلي، چې په همدې موده کې ۳۵ نوي رهایشي او سوداګریزمشترکین د برېښنا له شبکې سره نښلول شوي او اوس مهال ۴ زره ۹۴۰ مشترکین د دولتي برېښنا له انرژۍ څخه ګټه اخلي.نوموړي د برېښنا د تولید د سرچینو نشتوالی د برېښنا رسونې شبکې د پراختیا پر وړاندې له اساسي ستونزو څخه وباله او ویې ویل چې د دوشي ـ بامیان د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي په لېږد او فعالېدو سره به د دغه ولایت په مرکز او نږدې کلیو کې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي.نوموړي زیاته کړه، چې د بامیان د کهمرد ولسوالۍ په اجر کلي کې د ۵۰ کیلوواټه برېښنا په ظرفیت کوچنی برېښناکوټ فعالیت لري، چې شاوخوا ۲۲۰ مشترکین ترې ګټه اخلي.نوموړي د هر کیلوواټ برېښنا لپاره د ۱۶، ۲۶ او ۴۵ افغانیو تعرفې د خلکو د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره د برېښنا انرژۍ ته د کورنیو د لاسرسي پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه وبللې.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د بامیان د برېښنا ریاست څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
منابع
Afghan sources
د بامیان د برېښنا ریاست څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي