Summary: په کندز ولایت کې د کورنیو تولیداتو د پېژندلو او بازارموندنې په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د کندز ولایت مقام لومړي مرستیال مولوي حبیبالرحمن صهیب د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې له خلکو وغوښتل، چې د بهرنیو محصولاتو پر ځای له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او ملاتړ یې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې وطني تولیدات د کیفیت له پلوه پرمختګ کړی او بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي. ورته مهال د کندز د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمدرحیم سیرت وویل، چې دغه ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او بازارموندنې په برخه کې مهم رول لري او د هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې په پیاوړتیا کې مرسته کوي. همداراز د وطني تولیداتو نندارتون مسوول مسعود حقمل باختر آژانس ته ویلي، چې په دغه نندارتون کې د کابل، هرات، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو نږدې ۱۰۰ ډوله کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. بلخوا، د کندز یو تن صنعتکار فضلخدا وزیري د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د پېژندلو، بازارموندنې او د صنعتکارانو د هڅونې لپاره مهم فرصت وباله او له خلکو یې وغوښتل، چې له وطني تولیداتو ملاتړ وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کندز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
Sources
Afghan sources
کندز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو