Summary: د بغلان ځايي مسوولینو ویلي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لارښوونې له مخې به د کوکنارو د بدیلو کښتونو د ترویج په موخه د دغه ولایت په خوست، پل حصار او تاله او برفک ولسوالیو کې د بزګرانو ملاتړ لپاره پر ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه باغونه جوړ کړي. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر عبدالله نیازي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په یادو ولسوالیو کې به ۱۲۰ بڼونه جوړ شي چې هر بڼ به یو جریب مساحت ولري.نوموړي زیاته کړه، د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په موخه به سږکال د بغلان بزګرانو ته شاوخوا ۵۵ مټریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه هم ووېشل شي، څو د غنمو تولیدات زیات او په وارداتو تکیه کمه شي.د مسوولینو په خبره، د کوکنارو د بدیلو کښتونو پراختیا به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي، د کرنیز سکټور په پیاوړتیا او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بغلان کې د بدیلو کښتونو د ودې لپاره ۱۲۰ بڼونه جوړېږي