کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې شوې او په لسو نورو پروژو کې لازم تعدیلونه تایید شول. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن (شنبه) د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د مرمرینې ماڼۍ په مقر کې جوړه شوه. سرچینه زیاتوي، غونډې ته ۳۰ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې او له بحث وروسته د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې او په ۱۰ نورو پروژو کې یولړ تعدیلونه منظور شول. د خبرپاڼې له مخې، د دوه پروژو قراردادونه د قراردادي شرکتونو د کاري نیمګړتیاوو له امله لغوه او پرېکړه وشوه چې د همدې پروژو له جملې دې د نخاس سړک له پيل تر امید سبز ښارګوټي پورې د سړک جوړونې پروژه کابل ښاروالۍ تطبیق او د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند پروژه دې بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې شي. د خبرپاڼه له مخې، تدارکاتو کمېسیون همداراز پرېکړه وکړه چې څلور هغه پروژې دې بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې شي چې په تدارکاتي پروسو کې یې ستونزې موجودې دي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې ترڅنګ د دوه پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د تدارکاتو کمېسیون د ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظور کړې
منابع
Afghan sources
د تدارکاتو کمېسیون د ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظور کړې