د یونان چارواکي وایي چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو د دوشنبې په سهار د کرت ټاپو په سویل اوبو کې د پناه غوښتونکو په یوه کښتۍ کې د ۱۲ کسانو مړي موندلي دي. د رویترز او اسوشیتدپرس خبري اژانسونو د راپور له مخې، د پناه غوښتونکو دا کښتۍ د کرت ټاپو په سویل کې د «کالي لیمنس» بندر شاوخوا ۱۵ بحري مایلونو (چې له ۲۸ کیلومترو سره برابر دي) واټن کې وپېژندل شوه. د مراکش په بیرغ سره یوه باروړونکې کښتۍ دغه کښتۍ لیدلې وه او د هغې د وضعیت په اړه یې یوناني چارواکي خبر کړل. ورپسې د سمندري ساتونکو ځواکونو له کښتۍ څخه ۱۸ ژوندي پاتې شوي کسان او د ۱۲ مړو کسانو مړي ولېږدول. تر اوسه د قربانیانو هویت او د مړینې لامل یې نه دی په ډک شوی. ټاکل شوې وه چې ژوندي پاتې شوي او د قربانیانو مړي د کرت په سویل کې «آگیه گالینی» بندر ته ولېږدول شي. د یاد ټاپو په سویل اوبو کې په دوو نورو عملیاتو کې، دوې کښتۍ چې شاوخوا ۴۷ او ۴۰ پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، وپېژندل شوې. د اروپا دپولو د ساتنې ادارې (فرونتکس) الوتکو او بېپیلوته الوتکو (ډرون) د دغو کښتیو په موندلو کې ونډه درلوده او د همدې ادارې ځواکونو د دواړو کښتیو سرنشینان وژغورل. د یوناني رسنۍ «کاتیمرینی» د راپور پر بنسټ،…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د یونان په اوبو کې د پناه غوښتونکو له یوې کښتۍ د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي
Sources
Afghan sources
د یونان په اوبو کې د پناه غوښتونکو له یوې کښتۍ د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي