د مالدووا دوو سیاسي ګوندونو د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې وزارت د پلاوي د سفر له امله د بهرنیو چارو وزیر میهای پاپشوی او د کرنې وزارت د دولت منشي واسیلې شاربان د استعفا غوښتنه کړې ده. د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان ویلي چې دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع «ناسمه او د منلو وړ نه» ده. هغه ټینګار کړی چې د مالدووا حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دغه سفر منظوري د ادارو ترمنځ د ارزونې او همغږۍ د تېروتنې پایله وه. د مالدووا د ای پي این اژانس د رپوټ له مخې، توفان ویلي چې له رسمي پلوه د سفر د اجازې پروسه مراعات شوې وه، خو اړینې سیاسي او ډیپلوماتیکې ارزونې پکې نه وې شوې. هغه وویل: «یوه ښکاره حساسه موضوع د عادي اداري قضیې په توګه وڅېړل شوه، چې په پایله کې یې یو ناسم تصمیم ونیول شو». د مالدووا لومړي وزیر څرګنده کړې چې د طالبانو د پلاوي د سفر غوښتنه د مالدووا یوه شرکت کړې وه. دغه شرکت ازبکستان ته محصولات صادروي او غوښتل یې خپل فعالیتونه د افغانستان بازار ته هم پراخ کړي. هغه زیاته کړه چې دا ډول صادرات د اروپايي ټولنې د بندیزونو له مخې منع نه دي، ځکه دغه بندیزونه پر هغو اشخاصو او سازمانونو لګېږي چې په اړوندو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د مالدووا دوو ګوندونو د طالب پلاوي د سفر له امله د بهرنیو چارو وزیر د استعفا غوښتنه کړې
منابع
Afghan sources
د مالدووا دوو ګوندونو د طالب پلاوي د سفر له امله د بهرنیو چارو وزیر د استعفا غوښتنه کړې