Englishافغانستانامنیتپکتیکا

سرچینې: د بلوچستان ایالت د پشین ولسوالۍ په سرانان کې ډرون بریدونه شوي — AF International

DevelopingSecurityپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-06-30 23:48:16🎙 Listen to radio

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته یو شمېر سرچینو ویلي چې د بلوچستان د پښین ولسوالۍ په سرانان سیمه کې دوه ډرون بریدونه ترسره شوي دي. بل لور ته طالبانو ته نږدې رسنۍ «حریت» وایي چې یاد بریدونه د داعـ . ـش او د طالبانو د مخالفو وسله‌والو پر مرکزونو ترسره شوي دي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ګوټرېش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو خپل اختلافات له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصولو ته ژمن پاتې شي او ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي. دوجاریک د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور په حواله ویلي، چې د پاکستان هوایي بریدونه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه بریدونه د سیمو د اوسېدونکو د بې‌ځایه کېدو سبب هم شوي او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د هغوی د اړتیاوو د ارزونې او د عاجلو مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي. پاکستان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د خپلې خاورې دننه د «ترهګریزو بریدونو» په غبرګون کې یې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پټنځایونه په…

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-06-30 23:48:16

Timeline

  1. AF International

    سرچینې: د بلوچستان ایالت د پشین ولسوالۍ په سرانان کې ډرون بریدونه شوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-06-30 18:37:51

سرچینې: د بلوچستان ایالت د پشین ولسوالۍ په سرانان کې ډرون بریدونه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button