افغانستانامنیتپښتو

سرچینې: په بلوچستان کې وسله‌والو ۲۰ پولیس تښتولي دي — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-16 22:34:53🎙 راډیو واورئ

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په ګورګینه سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو ۲۰ پولیس سرتېري تښتولي دي. د پولیسو سرچینو ویلي، یاد سرتېري د قلات د روزنیز مرکز زده‌کوونکي وو او د اونیزې رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور په دې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، وویل: «افغانستان باندې چې د طالبانو کوم حکومت دی باید د پاکستاني طالبانو ملاتړ پرېږدي. څوک چې زموږ دښمن دی هغوی ته پناه مه‌ورکوئ، هغوی له خپل ملک څخه وشړئ، زموږ له تاسو سره هېڅ ستونزه نه‌شته او هر څوک چې بارډر [ډیورند کرښه] باندې راځي، موږ به یې سخت چیک کوو». طالبانو تازه د ثمر هارون بلور دغو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې وه او په ډاګه یې ویلي وو، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. ثمر هارون بلور همدا راز زیاته کړې، چې په پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال به هم شړل کېږي او هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې په جرمونو ککړ وي،‌ نور به ورته د‌ پاکستان ویزه هم نه‌ورکول کېږي. نوموړې وویل: «د خیبر پښتونخوا پولیسو ته چې د ترهګرۍ پر…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-16 22:34:53

مهالوېش

  1. AF International

    سرچینې: په بلوچستان کې وسله‌والو ۲۰ پولیس تښتولي دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-16 20:00:38

سرچینې: په بلوچستان کې وسله‌والو ۲۰ پولیس تښتولي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button