AfghanistanHealthKabul

وینزویلا کې د زلزلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۹۲۰ ته… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 sourcesUpdated 2026-06-27 13:00:29

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په وینزویلا کې د ویجاړوونکو زلزلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر لږ تر لږه ۹۲۰ ته رسېدلی او نږدې څلور زره نور ټپیان شوي دي. د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د ژغورنې ډلې هڅه کوي هغو کسانو ته ځان ورسوي چې لا هم د ویجاړو شوو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي، او د «طلایي وخت» د پای ته رسېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د سرچینې په حواله، تر اوسه د دغو ویجاړوونکو زلزلو له امله ۹۲۰ کسان مړه شوي او نږدې څلور زره نور ټپیان دي. په راپور کې ویل شوي چې د کاراکاس، لاګویرا او شاوخوا سیمو ګڼې بې‌کوره شوي کورنۍ د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري. په همدې حال کې، یو شمېر خلکو د مرستو رسولو له بهیره شکایت کړی او د ملکي رضاکارانو د مرستې غوښتنه یې کړې ده څو د خاورو پاکولو چارو کې برخه واخلي. د ډاکټرانو په خبره، تېرو کلونو کې د بودجې کموالي له امله د دغه هېواد روغتیايي سیسټم د دې جوګه نه دی چې دومره ډېرو ټپیانو ته رسېدنه وکړي. سي‌اېن‌اېن همدارنګه لیکلي چې د امریکا پوځي ځواکونه د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره په وینزویلا کې حضور لري او نړۍوالې مرستې، تجهیزات او ماشینونه د زیانمنو سیمو پر لور لېږدول کېږي. بلخوا…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Last update2026-06-27 13:00:29

Timeline

  1. Pajhwok

    وینزویلا کې د زلزلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۹۲۰ ته لوړ شو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-27 07:01:29

وینزویلا کې د زلزلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۹۲۰ ته لوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button