Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د ترکیې «انکوای» شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې؛ د برېښنا تولید او تاسیساتو پر جوړولو د پانګونو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ملا عبدالحق همکار د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې په افغانستان کې د برېښنا په ګډون ګڼو رغنیزو پرمختیايي برخو کې پراخې اسانتیاوې برابرې شوې او پانګه وال کولی شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي. دغه راز د (NKY) شرکت مرستیال «هاقان بوس» ویلي چې دوی د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د برېښنا تولید تاسیساتو جوړولو او نوې کېدونکې انرژۍ پر تولید پانګونه کړې او اوس غواړي په افغانستان کې د برېښنا تولید، د تاسیساتو بیارغونې او له خځلوڅخه د برېښنا تولید په برخو کې پانګونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې، افغانستان کې د برېښنا او تجهیزاتو تولید په برخو کې ګڼ شمېر کورنیو او نړیوالو پانګه والو پانګونه کړې او دا لړۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
ترکي پانګوال افغانستان کې د برېښنا تولید په یو نوي میتود پانګونه کوي
Sources
Afghan sources
ترکي پانګوال افغانستان کې د برېښنا تولید په یو نوي میتود پانګونه کوي