کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر له ایران سره جګړه له پوځي پلوه په عملي توګه «پای ته رسېدلې» بللې او د اوسني وضعیت د ساتلو خبره یې کړې ده؛ خو د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د نوموړي څرګندونې رد کړې او د مذاکراتو په اړه یې د واشنګټن ادعاوې «جعلي خبرونه» بللي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبه) په واشنګټن کې د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره تر لیدنې وروسته ویلي، امریکا د ایران د ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه اوسنی وضعیت ساتي. هغه ادعا کړې: «د ایران جګړه له پوځي پلوه په عملي توګه پای ته رسېدلې ده.» ټرمپ زیاته کړې چې امریکا به د ایران پر بندرونو سمندري محاصره روانه ساتي. نوموړي ویلي، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کوېټ او ځیني نور هېوادونه د اوسني وضعیت د ساتلو غوښتنه کوي. د راپور له مخې، ټرمپ همدارنګه ویلي چې په اوس وخت کې پوځي اقدام اړین نه ښکاري؛ خو امریکايي ځواکونه د هر ډول احتمالي بدلون لپاره چمتو دي. بلخوا، د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د ټرمپ څرګندونې رد کړې او د مذاکراتو په اړه یې د امریکا ادعاوې «جعلي خبرونه» بللي دي. همدارنګه، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ټرمپ له ایران سره جګړه له پوځي پلوه پای ته رسېدلې بللې؛ رضايي یې ردوي
Sources
Afghan sources
ټرمپ له ایران سره جګړه له پوځي پلوه پای ته رسېدلې بللې؛ رضايي یې ردوي