Summary: د افغانستان کرکټ لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې په متحده عربي اماراتو کې د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې د بېلابېلو نړیوالو سیالیو کوربه توب وکړي. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ سیالۍ به د یوې ټېسټ لوبې په ترسره کېدو پیل شي، چې د اکټوبر له ۹مې تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.له دې وروسته به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ د اکټوبر په ۱۷مه پیل شي. د دغې لوبلړۍ په پای کې به دوه مخکښې لوبډلې پایلوبې ته لار ومومي، چې د اکټوبر په ۲۳مه به ترسره شي.افغان لوبډله به ورپسې د زمبابوې پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي، چې ټاکل شوې د اکټوبر په ۲۷مه او ۲۹مه او د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.دواړه ملي لوبډلې به له شل اوریزو سیالیو وروسته د دوو ټېسټ لوبو په لړۍ کې هم سره مخ شي. لومړۍ ټېسټ لوبه به د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شي.د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس نصیب خان ویلي، چې د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې په بېلابېلو بڼو کې نړیوالې سیالۍ به افغان لوبغاړو ته د لوړې کچې سیالیو د ترسره کولو ښه فرصت برابر کړي.د بنګله دېش او زمبابوې کرکټ بورډونو مسوولینو هم د دغو سیالیو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو بڼو کې په زړه پورې لوبې ترسره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کرکټ؛ افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله دېش او زمبابوې کوربه توب کوي
سرچینې
Afghan sources
کرکټ؛ افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله دېش او زمبابوې کوربه توب کوي