د افغانستان ددفاع وزارت مسوولین وايي، د ختیځ زون په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې نیولې دي. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د معلوماتو له مخې، دغه وسلې د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شویو عملیاتو کې نیول شوې دي. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي وايي، په نیول شویو وسلو کې سپکې او درنې وسلې او یو شمېر پوځي تجهیزات شامل دي. د قول اردو چارواکي ادعا کوي چې د نیول شویو وسلو له ډلې یو شمېر یې له پاکستان څخه افغانستان ته د تخریبي فعالیتونو لپاره قاچاق کېدلې. خو د قول اردو ویاند ټینګار کوي چې افغان دفاعي ځواکونه به هیچاته اجازه ورنه کړي چې په هېواد کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي. چارواکي وايي، د نیول شویو وسلو او مهماتو په اړه نور جزئیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته وړاندې شي. د پاکستان حکومت لا ددغو ادعاوو په هکله څه نه دي ويلي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو د انتقال مخه ونیول شوه
منابع
External sources
د پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو د انتقال مخه ونیول شوه