Healthافغانستانپښتو

بامیانو کې افغاني سرې میاشتې نږدې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې… — Bakhtar

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-08 10:27:24🎙 راډیو واورئ

Summary: د بامیانو ولایت د سرې میاشتې مسوولین وایي چې د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د چنګاښ تر پایه یې د دغه ولایت ۲۹ زره ۷۷۹ اوسېدونکو ته د روغتیايي مرکزونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې بېلابېل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. د بامیان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي مسوول محمدالله حیدري باختر اژانس ته وویل، چې په دې موده کې ۱۱ زره ۱۲۹ کسانو د عمومي معایناتو، ۵۲۰ کسانو د پانسمان او ۱۲۱۹ ښځو او ماشومانو د واکسین خدمتونه ترلاسه کړي دي. د نوموړي په وینا، ۶۸۰ ښځو ته د زېږون مخکې او وروسته روغتیايي معاینات هم ترسره شوي دي. نوموړي زیاته کړې، د سرې میاشتې له لوري د خوارځواکۍ پر۵۶۲ اخته ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي وېشل شوي او ۱۵ زره ۲۴۴ کسانو ته روغتیايي مشورې او ۴۲۵ نورو کسانو ته د کورنۍ تنظیم په اړه روغتیايي پوهاوی ورکړل شوی دی.د یادونې وړ ده، چې د دغې ادارې ګرځنده روغتیايي ټیمونه او ثابت روغتیايي مرکزونه د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دوامداره توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-08 10:27:24

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بامیانو کې افغاني سرې میاشتې نږدې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-08 06:27:21

بامیانو کې افغاني سرې میاشتې نږدې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button