Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجري فراهي په مشرۍ د خپرندویه ادارو او کتاب پلورونکو ستونزو د هواري کمېټې غونډه په کابل کې ترسره شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د فتحې ورځ چې د زمري ۲۴مې سره برابره ده په همدې مناسبت د کتابونو د نندارتون د لا ښه تنظیم په موخه نظرونه تبادله شول. د کمېټې غړو ټینګار وکړ، چې د دغه نندارتون جوړول د خپرندویانو او کتاب پلورونکو د ملاتړ، د مطالعې د ودې او د تازه چاپ شویو اثارو پېژندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت به د کتابونو نندارتون د یوې اوونۍ لپاره د خپرندویانو او کتاب پلورونکو د نشراتي او فرهنګي بازار په ماشین خانه کې جوړ شي، څو د چاپي اثارو د معرفۍ، نندارې او د کتاب مینه والو لپاره د لاسرسي مناسب فرصت برابر شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د خپروندویه ادارو او کتاب پلورونکو ستونزو د هواري کمېټې غونډه وشوه
سرچینې
Afghan sources
د خپروندویه ادارو او کتاب پلورونکو ستونزو د هواري کمېټې غونډه وشوه