افغانستان – افغانان د هغو بهرنیو سرتېرو د محاکمې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې یې جنګي جرمونه ترسره کړي دي. دوی له نړیوالو بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او نړیوالو محکمو څخه غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب پر ۲۱مه، امریکايي سرتېري رابرت بیلز د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې له خپل پوځي مرکز څخه د شپې له خوا له اجازې او خبرتیا پرته وتلی و او د یوه ځایي اوسېدونکي، باران اخندزاده، د کورنۍ ۱۶ غړي یې وژلي وو چې نهه تنه یې ماشومان وو. باران اخندزاده وايي، دغه امریکايي سرتېري د کورنۍ د غړو له وژلو وروسته د هغوی جسدونه هم سوځولي وو. نوموړی زیاتوي چې له پېښې وروسته د هغه مهال ولسمشر حامد کرزی او نړیواله ټولنه له دغه پېښې او د امریکايي سرتېري له کړنو خبر شوي وو. اخندزاده وايي، هغه مهال دوی ته ویل شوي وو چې رابرت بیلز نیول شوی او په امریکا کې به په پوځي محکمه کې محاکمه شي. د نوموړي په وینا، دوه ځله امریکا ته هم بلل شوی و، څو د دغه سرتېري د محاکمې بهیر له نږدې وویني؛ خو هغه وایي، چې د محاکمې بهیر یوازې نمایشي بڼه لرله. نوموړی وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو دوه کاله وروسته یې یو ځل بیا د رابرت بیلز د محاکمې غوښتنه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د پنجوایي قربانیان د رابرت بیلز د محاکمې غوښتنه کوي