Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه. باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د تېرې ناستې د پرېکړو د تعقیب او تطبیق په اړه د اړوندو ریاستونو له لوري راپور وړاندې شو او د کاري چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او پرمختګ په موخه پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې. د فرهنګ او هنر معين شيخ عبدالرحمن طیبي، رئیسانو ته اړینې سپارښتنې کړې او ویلي يې دي: "د الله تعالی په مرسته او پوره همغږۍ، فرهنګ او هنر د ودې پیاوړتیا پراختیا او پرمختیا لپاره اخلاص او صداقت سره؛ افغان دردیدلې ولس ته به نه ستړي کیدونکي خدمتونه ترسره کوو." په ناسته کې دغه راز له ازبکستان سره د فرهنګي همکاریو د چمتو شوې هوکړه لیک مسودې په اړه پرېکړه شوې چې د مسودې بياکتنې لپاره دې د فرهنګي میراثونو د ساتنې متخصص په مشرۍ د اړوندو رئیسانو په غړيتوب پلاوي دې ياده مسوده وڅېړي او وروستی متن دې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي. په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان علومو اکاډمۍ ترمنځ د هوکړهلیک په اړه هم بحث شوی او د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک مسوده تائید شوې ده. د ناستې په پای کې د فرهنګ او هنر معین، په ښه توګه د چارو ترسره کېدو، د پرېکړو د پر وخت تطبیق او د ریاستونو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د فرهنګ او هنر معینیت د همغږۍ ناسته ترسره شوه