کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په فلیپین کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښوېېدنې په پېښو کې په داسې حال کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي، چې د «باوي» په نوم پیاوړی توپان د تایوان، جاپان او چین پر لور روان دی. د الجزیرې د راپور له مخې، د جمعې په سهار د فلیپین اړوند د سارانګاني ولایت د مالاپاتان ښار په یوه ځمکې ښوېېدنه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي. همدارنګه، ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د لاناو دل سور ولایت په بله ځمکې ښوېېدنه کې هم لږ تر لږه پنځو نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مالاپاتان ښاروال سالوي سومبو جونیور ویلي، د قربانیانو یو شمېر د یوې کورنۍ غړي وو او د پرلهپسې سختو بارانونو له امله د سیمې د ځینو برخو د خلکو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده. د فلیپین د هواپېژندنې ادارې (PAGASA) ویلي، که څه هم چې د «باوي» توپان به په مستقیم ډول فلیپین ته داخل نه شي، خو ورسره تړلي باراني سیستمونه به د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښوېېدنې خطر رامنځته کړي. دغه ځواکمن توپان تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د ارام سمندر په امریکا پورې اړوندو ګوام او شمالي ماریانا ټاپوګانو ته رسېدلی و او د زیربناوو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
ځمکې ښوېېدنې په فلیپین کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي