EconomyKabulافغانستانپښتو

د افغانستان او اوزبیکستان خصوصي سکټورونو د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهم‌لیکونه… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-27 09:12:41🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او اوزبیکستان په سوداګریز فورم کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد فورم پرون د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه کابل کې جوړ شو. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې فورم کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف، یو شمېر وزیرانو او والیانو، د سوداګرۍ خونو مسوولانو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سوداګریز فورم پر مهال د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو ټینګار وکړ. نورالدین عزیزي په دې غونډه کې ویلي، د شاوخوا ۳۰۰ خصوصي سوداګرو په ګډون د اوزبیکستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا ښکارندوی دی. هغه هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه پنځه میلیاردو ډالرو ته لوړه شي. ده له…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-27 09:12:41

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان او اوزبیکستان خصوصي سکټورونو د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-27 13:39:11

د افغانستان او اوزبیکستان خصوصي سکټورونو د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button