Summary: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره، نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو له پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. یاد معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې کتنې پر مهال د سیمې په وضعیت، په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او زیربناوو په برخه کې د ترسره شوو پرمختګونو او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې پر موجودو فرصتونو خبرې شوې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښاغلي خلیلزاد په یاده کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه شوي او د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړې، چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یوشمېر شرکتونه لېواله دي، چې په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د نفت او ګازو په اکتشاف او استخراج کې پانګونه وکړي. ورته مهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یادو هېوادونو د شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي او هر ډول همکاري او ملاتړ یې کوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره کتلي دي
سرچینې
Afghan sources
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره کتلي دي