Economyافغانستانتخار

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingEconomyتخار1 sourcesUpdated 2026-06-28 23:31:03

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې ده. باختر اطلاعاتي اژانس ته د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د نوې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د هڅونې او جذب لپاره د مالیاتي او ګمرکي معافیت د تطبیق پر لارښود بحث شوی او له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د دغه لارښود د لا بډاينې په موخه تخنیکي مجلسونه ترسره او نهايي شوې بڼه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په غونډه کې همدا رنګه د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تائید شوې چې له مخې به يې خصوصي سکټور د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي چې لسګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي. د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شوي چې اړوندو ادارو ته یې په اړه لازمې لارښوونې شوې دي. هېره دې نه وي چې یادې پرېکړې د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر ته استول شوې دي.

Quick facts

Locationتخار
TopicEconomy
Sources1
Last update2026-06-28 23:31:03

Timeline

  1. Bakhtar

    د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-28 15:47:22

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button