EnglishPoliticsافغانستان

پکتیا کې د شاوخوا ۱۰۰ هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ او درې ورځنی نندارتون… — Bakhtar

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-10-12 06:28:07🎙 Listen to radio

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرستان او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ او د هغوی د لاسي هنري اثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د خطاطانو، نقاشانو او نورو هنرمندانو بېلابېل هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي، چې د هنر مینه‌وال یې لیدنې ته ورځي.د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض‌الله جوهري وویل، چې د دغه ډول فرهنګي پروګرامونو موخه د هنرمندانو د وړتیاوو څرګندول، د هغوی هڅول او په ځانګړي ډول د خطاطۍ د اثارو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول دي. نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال په پکتیا کې شاوخوا ۲۰۰ خطاطان او نقاشان فعالیت کوي او هڅه کوي، چې دغه برخه لا پیاوړې کړي.ورته مهال، استاد عرفان باختر اژانس ته وویل، چې د هنري سیالیو او نندارتونونو جوړېدل هنرمندانو ته فرصت برابروي، څو خپل استعدادونه وښيي، تجربې له نورو سره شریکې او خپل اثار خلکو ته ور وپېژني. نوموړي د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او د ورته پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه یې وکړه.خطاط غلام طاهر افغان هم د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د خطاطۍ او نقاشۍ د ودې، د هنري اثارو د معرفي کولو او د هنرمندانو د هڅونې لپاره ارزښتناک ګام وباله. د نوموړي په وینا، د هنري اثارو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول د هنرمندانو د کارونو د ارزښت په پېژندنه او د هغوی د فعالیتونو په پراختیا کې مرسته کوي.د نندارتون یو شمېر لیدونکو هم د هنرمندانو اثار وستایل او دغه ډول فرهنګي پروګرامونه یې د هنر او فرهنګ د ودې، د هنري استعدادونو د پېژندنې او د خلکو ترمنځ د فرهنګي پوهاوي د پیاوړتیا لپاره ګټور وبلل.د یادونې وړ ده، چې دغه هنري سیالۍ او نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او ټاکل شوې، چې د سیالیو پایلې سبا اعلان شي.

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-12 06:28:07

Timeline

  1. Bakhtar

    پکتیا کې د شاوخوا ۱۰۰ هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ او درې ورځنی نندارتون پیل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-12 06:22:58

پکتیا کې د شاوخوا ۱۰۰ هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ او درې ورځنی نندارتون پیل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button