Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۸۲۹ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۲۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۷۱۲ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۷۳ کورنۍ، د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۱ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۴۵۰ کورنیو، سپین بولدک کې له ۷۰ کورنۍو، بهرامچه کې له يوې کورنۍ، نیمروز کې له ۲ کورنیو، هرات کې له ۳ کورنیو او کابل کې له ۲۲۴ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۴۴۱۵ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۴۸۴ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۸۱۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۸۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۸۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي