Developmentافغانستانپښتوننګرهار

د افغان او ایراني پانګه والو په مرسته په ننګرهار کښې د ټراکټرو کارخانه جوړیږي

روان خبرDevelopmentننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-23 06:11:40🎙 راډیو واورئ

افغان او ایراني پانګه‌وال په ننګرهار ولایت کې د تراکتورونو د تولید د یوې فابریکې پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي. محمداصف شینواری (جلال اباد-۰۲-۹-۱۴۰۵) دا به په افغانستان کې د تراکتورونو د تولید لومړنۍ فابریکه وي، چې د کورنیو اړتیاوو تر پوره کولو سربېره به خپل تولیدات بهرنیو هېوادونو ته هم صادر کړي. تېره ورځ د ایران اسلامي جمهوریت د خصوصي سکتور یو پنځه کسیز پلاوی ننګرهار ته راغلی او اوس مهال له ولایتي چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره په لیدنو او خبرو بوخت دی. د دغه پلاوي غړی او د ایران اسلامي جمهوریت دتراکتورونواو پرزه جاتو دتولید شرکتونود ټولنې مشر حسین صالحي، دننګرهار له والي ملامحمد نعیم اخند سره تر ناستې وروسته وویل، شاوخوا دېرش کاله وړاندې په ننګرهار کې د تراکتور جوړولو یوه هڅه شوې وه. هغه وایي، دوی غواړي د هماغې هڅې په دوام، د «جاوید افغان» له خصوصي سوداګریز او تولیدي شرکت سره په ګډه په ننګرهار کې د تراکتورونو او د هغو د پرزو د تولید فابریکه جوړه کړي. صالحي وویل، دوی د یاد شرکت له مشرتابه سره لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به د دې فابریکې د جوړولو چارې عملاً پیل شي. ښاغلي صالحې وویل، په دې فابریکه کې به داسې تراکتورونه تولید شي چې د کیفیت له پلوه به کم‌ساري وي او د افغانستان په نوم به…

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-23 06:11:40

مهالوېش

  1. Parstoday

    د افغان او ایراني پانګه والو په مرسته په ننګرهار کښې د ټراکټرو کارخانه جوړیږي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-11-23 06:04:10

د افغان او ایراني پانګه والو په مرسته په ننګرهار کښې د ټراکټرو کارخانه جوړیږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button