سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په کابل کې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په ملاتړ او د هغه د فرمانونو د بشپړ پلي کېدو په موخه د دیني عالمانو یوه لویه غونډه جوړېږي چې د افغانستان له یوشمېر ولایتونو څخه به دیني عالمان او د هبتالله ملاتړي پهکې ګډون وکړي. سرچینو د شبنې په ورځ (د لړم ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې دغه غونډه د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم په همغږۍ او لارښوونه د یادې ډلې د امربالمعروف وزارت د ریاستالوزرا دفتر او یوشمېر نورو وزارتونو په همکارۍ جوړېږي. سرچینې وايي، د غونډې اصلي موخه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د بشپړ پلي کېدو په اړه د سراج الدین حقاني او د یادې ډلې پر یوشمېر لوړ پوړو چارواکو فشار راوړل او هغوی د هبتالله د فرمانونو په عملي کولو کې له هر ډول مخالفت څخه لاس اخیستل دي. که څه هم تراوسه د غونډې د رسمي ځای او وخت په اړه څه نهدي ویل شوي؛ خو د سرچینو په وینا د کابل پوهنتون او لویې جرګې خېمې شاوخوا سیمې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې نیول شوې دي. سرچینې زیاتوي، په تېرو څو ورځو کې د دغه سیمو د امنیت لپاره طالب ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي. پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په کابل کې د هبتالله په ملاتړ او د هغه د فرمانونو د عملي کولو په موخه لویه غونډه جوړېږي
منابع
Afghan sources
په کابل کې د هبتالله په ملاتړ او د هغه د فرمانونو د عملي کولو په موخه لویه غونډه جوړېږي